دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 200291
ایران وايي په تېروتنه یې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې
د ایران لوی درستیز اعلان کړی چې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه "د انساني تېروتنې او په ناقصدي توګه" په توغندي په نښه شوې او غورځول شوې ده.
ایراني رسنیو نن سهار (مرغومی ۲۱/جنوري ۱۱) ددې هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا د خپرې شوې اعلامیې په بنسټ د الوتکې د غورځېدو اعلان وکړ.
په تېرو دوه ورځو کې ایراني چارواکو د غربي هېوادونو د چارواکو هغه ادعاوې په کلکه ردولې چې ګواکې "داسې اسناد شته چې الوتکه ویشتل شوې ده".
د ایران د امنیتي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي: "د توغندیزو برېدونو له عملیاتو څو ګړۍ وروسته، د ایران شاوخوا د امریکايي تروریستانو هوايي جنګي الوتنې ډېرې شوې او د رادار په ښیښو کې ځینې نښې ښکاره شوې وې چې پر یو شمېر هدفونو څرخېدې او دفاعي ځواکونو ته رسېدلې وې چې له امله یې د توغندیو هوايي مدیریت په برخه کې حساسیت لاپسې ډېر شو. په داسې کړکېچن او حساس حالت کې، د اوکرایني شرکت ۷۵۲ شمېره الوتکې د امام خمیني له هوايي ډګره الوتلې او د سپاه یوه حساس نظامي مرکز ته نژدې شوې چې د دښمن د الوتکې په څېر ښکاره شوې او د انساني تېروتنې له کبله په نښه شوې ده چې له بده مرغه د یو شمېر هېوادوالو او بهرنیو وګړو د شهادت لامل شوې ده."

وړاندې د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي و چې، د اوکراین هغه الوتکه چې پرون په ایران کې وغورځېده، ایرانیانو په تېروتنه وېشتلې ده.
په دغه پېښه کې د لس افغانانو په ګډون د الوتکې ټولې ۱۷۶ سپرلۍ وژل شوي وو.
د امریکا سي بي ایس خبري شبکې په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، د اوکراین بین المللي هوايي شرکت هغه ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه په توغندي وېشتل شوې وه.
د سي بي ایس رپوټ د امریکايي څارګرو ادارو چارواکو له قوله وايي، له سټیلایټه اخیستل شویو تصویرونو کې د توغندیو توغېدو دوې سرې لمبې او بیا د یوې چاودنې رڼا هم لیدل شوې.

نیوزویک خبري شبکې د امریکا دفاع وزرات پنټاګان د یوې سرچینې، یوه استخباراتي لوړ پوړي چارواکي او دغه راز د عراق د یوې څارګرې ادارې د کارکوونکي له قوله وايي، دوی باوري دي چې دغه الوتکه په 'تار' ډوله روسي توغندي وېشتل شوې ده.
دچهار شنبې پېښه له هغه یوازې څو ساعته وروسته وشوه، چې ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو پوځي هوايي اډو توغندیز بریدونه وکړل، خو داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې دغه دواړه پېښې کوم تړاو سره لري.
د اوکراین هوايي چلن شرکت بوینګ ډوله الوتکه د ایران پلازمېنې تهران له امام خمیني هوايي ډګره له الوتو لږ وروسته وغورځېده.
د جنورۍ پر درېیمه په عراق کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د امریکا او ایران تر منځ له تاوتریخوالي سره همهاله ایراني چارواکو ویلي، دوی به د الوتکې ریکارډ یا تور بکس بوینګ شرکت ته چې دغه الوتکه یې جوړه کړې او امریکايي چارواکو ته ور نه کړي.
د هوايي چلند نړیوالو قوانینو له مخې ایران کولای شي د الوتکې غورځېدو پېښې په تړاو د پلټنو مشري وکړي، خو په دودیز ډول د الوتکي چمتو کوونکي په داسې پلټنو کې ګډون کوي.
د ایران د هوايي چلن چارواکو ویلي دې الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شوي دي.
په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.
جرمني کې چارواکو وروسته وویل، ''موږ اوس داسې کوم معلومات نه لرو چې ایران کې د غورځېدلې الوتکې په سپرلیو کې جرمنیان هم شامل دي. ''

 
https://avapress.com/vdcjhye8vuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته