دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 200295
ایران : اوکراینۍ الوتکه د
ایران دا ومنله، چې د تیرې چهارشنبې په ورځ ( مرغومی ۱۸ مه) د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې یوه ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د ایران د انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو له خوا په غیر قصدي ډول په تیروتنه کې ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.

د ایران دولتي تلویزیون نن د شنبې په ورځ ( مرغومی ۲۱ مه) د ایران د پوځ یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې ویل شوي، چې دغې اوکراینۍ الوتکې د یو حساس پوځي ساحې سره نږدې الوتنه کوله، چې د " انساني تیروتنې" له امله ویشتل شوې ده.
د ایران د لوی درستیز د قومندانۍ له خوا په دغه پنځه ماده یزې اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي "د توغندیو د بریدونو له عملیاتو څو ساعته وروسته، د هیواد شاوخوا ته د امریکايي تروریستانو هوايي جنګي الوتنې ډېرې شوې وې او د رادار په پردو د هوايي هدفونو نښې ښکاره شوې وې، چې پر یو شمېر هدفونو څرخېدې، چې خبرونه یې دفاعي ځواکونو ته رسېدلي وو او د ادار په ځینو پردو کې ګڼ اهداف وکتل شو، چې د هوايي دفاعي ادارو د لا زیات حساسیت لامل شو. په داسې یو کړکیچن او حساس حالت کې، د اوکرایني هوایي کرښې الوتکې د ۷۵۲ شمېرې الوتنه د امام خمیني له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه او د ګرځیدو پر مهال په بشپړ ډول د سپاه یوه حساس پوځي مرکز ته نږدې شوې وه، چې د دښمن د یو هدف په څېر ښکاره شوې وه، په دغسې شرایطو کې د انساني تېروتنې له امله او په غیر قصدي ډول نومړې الوتکه په نښه شوې، چې له بده مرغه د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او د یو شمیر نورو بهرنیو وګړو د مړینې لامل وګرځید".
په دغه الوتکه کې د لسو افغانانو په ګډون ټول ۱۷۶ مسافر او عمله مړه شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnz0xkyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته