دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 200300
پاکستان کې د طالبانو یو مهمې ناسته کې چاودني ۳۰ کسان وژلي
د راپورونو پر اساس تیره ورځ ( جمعه مرغومې ۲۰ ) د پاکستان په کوېټه ښار کې د طالبانو یو مهمې غونډې پر مهال درنه چاودنه شوې چې د پاکستان د ( آي اس آي ) درې غړیو په ګډون لږ تر لږ ۳۰ کسان وژل شوي دي.

یوې معتبرې افغان امنیتي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط، خامه پړس خبري آژانس ته وویل، چې د جمعې په ماښام د پاکستان په کوېټه ښار کې د اسحاق آباد سیمې یوې مدرسې کې د طالبانو یو مهمې غونډې پر مهال درنه چاودنه شوېده.
سرچینه وايي، چې د طالبانو دغې مهمې غونډې کې د طالبانو د اوسني قاضي القضات “شیخ عبدالحکیم” په ګډون د طالبانو یو شمېر نورو مهم غړیو، د پاکستان د آی اس آس درې مهم اړتباطي غړيو او د نشه یي توکو یو شمېر قاچاق وړونکو حضور درلوده.
د سرچینې په وینا چاودنه کې د پاکستان د آی اس آي درې مهم غړیو په ګډون د شیخ عبدالحکیم ورور حاجي محمد حلیم، مولوي حاجي احمد خان، ګل آغا اخوند، مولوي امان الله او د طالبانو بل مهم غړی حاجي احمد خان وژل شوي، او د طالبانو قاضي القضات شیخ عبدالحیکم سخت ټپي شوی دی.
خو پاکستاني رسنیو بیا ویلي چې چاودنه د کوېټې ښار په یو مسجد کې داسې مهال رامنځته شوې چې خلکو د جمعې لمونځ ادا کوو.
د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
یاده پېښه د پاکستان د لومړي وزیر عمراخان لخوا غندل شوې ده.
که څه هم تر چاودنې څو ساعته وروسته داعش ډلې د بريد مسؤلیت پر غاړه واخیست، خو افغان امنیتي سرچینې خامه پړس خبري آژانس ته وویل، چې د چاودنې لامل د طالبانو تر منځ خپلمنځي شخړې یادې شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawwnuw49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته