کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه مهم دره وروسته د ۹ کلونو په هرات او غور کې د طالبانو کنترول څخه ووتل

21 جدی 1398 ساعت 13:07

 
د ملی دفاع وزارت اعلان کړ چی د هرات ولایت چشت ولسوالی تخت دره او غور ولایت شهرک ولسوالی دره کمنج وروسته د څو کلونو د طالبانو څخه پاک شوی او ددی سیمو اداره د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی دی.
 




آوا خبرګزاری-کابل: د ملی دفاع وزارت معلوماتو پّ اساس د هرات چشت ولسوالی دره تخت د ۹ کالو وروسته او غور ولایت شهرک ولسوالی دره کمنج وروسته د ۲ کالو د طالبانو کنترول څخه ووتل.
 
ملی دفاعی او امنیتی ځواکونه د ۳ اونیو څخه راهیسی غور، هرات او فراه ولایتونو کې پراخ ځمکنۍ او هوایی عملیات شروع کړی دی.
 
دفاع وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی غور ولایت دره کمنج چی د هرات-غور لویی لاری مهمو سیمو څخه دی او طالبانو مهم مرکز بلل کیده، د طالبانو کنترول څخه ووتل.
 
د سرچینی په وینا، د ۱۰۰ څخه ډیر طالب جنګیدونکې خپلو قوماندانانو سره په دی دره کې ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی او خپل اسلحی پرځمکه پریښی دی او تعهد کړی چی ددی وروسته د طالبانو په وړاندی د افغان ځواکونو سره به وی.
 
سرچینه زیاتوی چی د هرات چشت ولسوالی تخت دره د ۹ کالو وروسته د طالبانو کنترول څخه ووتل او دا دره جغرافیایی لحاظه تروریستانو لپاره ډیر ارزښت لری.
 
په اعلامیه کې ویل شوی دی چی ددی عملیات په ترڅ کې ۴۸ تنه طالبان وژل شوی او ۶ قرارګاوی یی له منځه وړل شوی دی او سربیره پردی په سلګونه حلقه ماینونه کشف او خنثی شوی دی.
 


د مطلب کود: 200305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200305/دوه-مهم-دره-وروسته-د-۹-کلونو-په-هرات-او-غور-کې-طالبانو-کنترول-څخه-ووتل

آوا
  https://www.avapress.com