کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخ کې د ۳۸ بلچکونو د رغولو کار پيل شو

21 جدی 1398 ساعت 13:23

د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې د مرغومي په ۱۵مه دمزار شريف د ۷مې ناحې اړوند د انصاري په سيمه کې د ۳۸ پلچکونو د رغولو کار په مزار شريف کې مېشت د کډوالۍ نړيوال سازمان دفتر رئيس او سيمې داوسېدونکو په شتون کې د يو لړمراسمو په ترسره کولو سره پيل شو.


ددغه سيمې د پلچکونو کار په افغانستان کې د بيا يوځای کېدو او پراختيا برنامې له لارې د اروپايي ټولنې له لورې  تمويل او دکډوالۍ نړيوال سازمان IOM او دکډوالو چارو وزارت په همکارۍ پلي کېږي.
د کډوالو چارو رئيس وويل، چې د عامه ګټو د  برنامو رامنځ ته کول،  اسانتياوې، کاري زمنې برابرول، دندو پيداکول، د عايداتو لوړول او د مخابراتو چمتوکول، دانصاري سيمې اوسېدونکو د اقتصادي او پراختيايي برنامو پلي کول يو خيره امر دی او ځايي خلک اړ دي چې د ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
 


د مطلب کود: 200306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200306/بلخ-کې-د-۳۸-بلچکونو-رغولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com