کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل – هرات پر لویه لار د لويو موټرچلوونکو د اعتصاب پای

21 جدی 1398 ساعت 13:36

کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات – کابل پر لویه لار د لویو موتړ چلوونکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات هرات ولایت ته تللی، او هلته یې له اعتصاب کوونکو او چارواکو سره کتلي دي.




د کابل – هرات پر لویه لار د لویو موتړ چلوونکو له تېرې یو انۍ راهیسې د دې له امله پر اعتصاب لاس پورې کړې و، چې د لارې په اوږدو کې د یو شمېر امنیتي پوستو له لوري ځورېدل.
د لویو موتړ چلوونکو او سوداګرو تېره اونۍ د کابل – هرات پر لویه لار د ځينوامنیتي پوستو له خوا د اخاذۍ اخیستو او ځورونې له امله په اعتصاب لاس پورې کړی و، چې له همدې امله د کورنیو چارو وزارت د امنتیي مرستیال اړ شوی تر څو د ستونزې د هواري په پار هرات ولایت ته ولاړ شي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل – هرات پر لویه لار به له هغو امنیتي ځواکونو سره قانوني چلند وشي، چې له موتړ چلوونکو پر بډې اخیستو تورن دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال هرات ولایت کې رسنیو ته ویلي، چې د کابل – هرات پر لویه لار به یو شمېر هغه پوستې لرې کړي چې شتون یې اغیز لرونکی ندی.
 


د مطلب کود: 200311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200311/د-کابل-هرات-پر-لویه-لار-لويو-موټرچلوونکو-اعتصاب-پای

آوا
  https://www.avapress.com