دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 200313
پر ایران د امریکا تازه بندیزونه
د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان په ترڅ کې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي.
د سپينې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي: “زه نن د ایران رژیم د امریکا د پرسونل او شتمنیو پر ضد د وروستیو حملو مسئول بولم او د هغه لاس رسی د پام وړ عایداتو ته پرې کوم چې کیدی شي د اټومي وسلو، د میزایلونو انکشاف، تروریزم او ترورستي ډلو د نفوذ زیاتولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي. ”
په دغه کسانو کې د ایران د ملي امنیت د شورا رئیس، علي شمخاني، د ایران د مسلح قواوو د لوی درستیز معاون، محمد رضا اشتیاني، د سپاه پاسداران د ملیشه ځواکونو مسئول، غلام رضا سلیماني، د سپاه پاسداران ډلې د چارو د مسئول مرستیال، محمد رضا نقدي، د مسلح ځواکونو د لوي درستیز معاون، علي عداللهي، د خامنه اي په دفتر کې د امنیت مسئول، علي اصغر حجازي او په نړیوالو چارو کې د خامنه اي د دفتر مرستیال مشاور، محسن قمي شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې نوي بندیزونه به د ایران پر اقتصاد غټ تاثیر ولري او په دې ډول به دغه هیواد ته اجازه ورنکړل شي چې هسته یي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې دغه بندیزونه به تر هغې په خپل ځاې پاتې شي تر څو ایران خپل چلند بدل کړي.
ولسمشر ټرمپ په ایران کې پر داسې کسانو بندیزونه لګولي چې د نساجۍ، توليدي، ساختماني او معدنونو برخه کې فعالیت کوي.
په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران له حملې وروسته نن ورځ د جنورۍ په ۱۰ نیټه د امریکا د مالیي وزیر ستیفین منوچن وویل چې نوي لګول شوي بندیزونه د ایران په ۸ لوړپوړو چارواکو لګول شوي دي.
د ایران د لوړ پوړو چارواکو برسیره، د اوسپنې په ۱۲ تولیدونکو شرکتونو هم دغه بندیزونه لګیدلي.
همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو هم د ولسمشر ټرمپ وروستی اقدام ستایلی دی او ویلي یې دي چې “مونږ به د ایران د کورني امنیت په زړه ګوزار کوو.”
مایک پمپیو زیاته کړه چې دغه لوړ پوړیو چارواکو په نړۍ کې د خامنه یي ترورستي کمپاین ته وده ورکړې او د هغه د رژیم لپاره یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سرتیري جذب کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغو ایراني چارواکو په عراق، سوریې او نورو هیوادونو کې ملیشه ځواکونه روزلي دي او له همدې کبله امریکا د دپلوماتیکې او اقتصادي لارې د دوي د مخنیوي هڅې پیل کړي.
https://avapress.com/vdcez78wxjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته