دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 200340
د پکتیا اوسیدونکي د لومړنیو خوارکي توکو له لوړې بیې اندېښمن دي
په پکتيا ولایت کې خلک د لومړنیو اومه توکو د بيو له لوړیدو اندېښمن دي او غواړي، چې حکومت د سوداګرو او هټیوالو دغه کار ته پام راواړوي.

د پکتیا اوسیدونکيو ادعا کړې، چې د دې ولایت په بازارونو کې د افغانیو له دودیدو وروسته هټیوالو او سوداګرو د اومه توکو بیې لوړې کړې دي.
 دوی وايي، چې اومه توکي مخکې پر کلدارو پلورل کیدل؛ خو اوس هماغه توکي پر هماغه نرخ پر افغانیو پلورل کیږي.
د پکتیا اوسیدونکي له حکومت غواړي، چې د دغو خپلسریو مخه ونیسي.
د ګردیز ښار يو اوسیدونکی عبدالوکيل نومی وایي: د اومه توکو په پېر او پلور کې کوم توپیر ندی راغلی. پخوا که اومه توکي پر کلدارو پلورل کیدل اوس یې پر هماغه نرخ پر افغانیو پلوري.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه، چې د دغو خپلسریو د مخنیوي لپاره دې هټیوالو ته نرخپاڼې ووېشي.
ولایتي چارواکي دغه ستونزه مني او ټینګار کوي، چې د اومه توکو د بیو د څارنې لپاره د یوې کمیتې پر جوړولو کار روان دی.
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت وايي، چې په بازار کې پر افغانیو د پېر و پلور بهیر بریالی روان دی او ډېر ژر به په دې اړه ډاډمن کار پیل شي.
 هغه د لوړو نرخونو په اړه د خلکو اندېښنې مني او زیاتوي، چې په دې اړه به ډېر ژر خلک ډاډمن شي.
د یادونې ده، چې په تېرو څو وروستیو میاشتو کې د یو شمېر سرحدي ولایاتو چارواکو او اوسیدونکیو د ګاونډ هېوادونو د اسعارو د بندولو کمپاین پیل کړ، چې د هېوادوالو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcee78w7jh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته