کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له یو څلویښت کلونو وروسته، افغانستان د دوهم ځل لپاره د څارندوی نړیوال غورځنګ غړیتوب ترلاسه کړ.

21 جدی 1398 ساعت 17:30

د افغانستان څارندوی ملي سازمان له ۴۱ کلونو وروسته د دوهم ځل لپاره د څارندوی نړیوال غورځنګ غړیتوب لاسته راوړ.



د افغانستان څارندوی د یاد سازمان ۱۷۱ غړۍ دۍ، او د غړیتوب د لاسته راوړلو وروسته د افغانستان څارندوی سازمان غړي کولای شي د یاد سازمان د ټولو حقونو او امتیازاتو څخه برخمن شي او د څارندوی نړیوالو پروګرامونو کې لکه نړیوالې جشنوارې، سیمینارونو، کنفرانسونو او په هغو سمپوزیمونو کې چې د سولې، چاپیریال، د بشر حقونو مسایلو، د لمریزې بریښنا څخه ګټه اخیستنې..... او داسی نورو کې چې تر سره کیږې ګډون وکړي او د یاد غورځنګ مرستې لاسته راوړي.
د افغانستان څارندوی سازمان اوسمهال ۱۱ زره ځوان غړي لري چې مشري او لارښوونه د مسلکي روزونکو له لوري ورته کیږي.
د افغانستان د څارندوی سازمان غړي د ښوونځيو د زده کوونکو، روزنیزو مرکزونو او د اوسیدو له چاپیریال څخه دي چې د درسونو څخه د فراغت په وخت کې، د ښوونځي د ننه او بهر چاپيریال کې د نظم او دسپلین په راوړلو، د اوسیدو له چاپیریال څخه ستاتنه، د روغتیا برخې ساتنې، ټولنیزو خدمتونو او د لمریزې بریښنا څخه د ګټې اخیستنې پروژو په پياوړتیا کې یې زده کړې کړې او په دې برخه کې په خپله خوښه فعالیت کوي.
افغانستان په ۱۳۳۶ کال کې د څارندوي نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړ او په ۱۹۷۹ کال کې د افغانستان غړیتوب په یاد سازمان کې د یاد سازمان له سیاسي کیدلو وروسته وځنډول شو.
د پوهنې وزارت هڅې په تیرو کلونو کې د دې سبب وګرځيدې ترڅو د افغانستان ځای په یاد سازمان کې بیا ژوندۍ شي او افغانستان د دوهم ځل لپاره د یاد سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
د څارندوی نړیواله ټولنه اوسمهال د ۵۱ میلیونو تنو څخه ډير غړي لري او په ۱۹۰۷ میلادي کال کې د ځوانانو او دهغوي د ښوونې او روزنې پروسې سره د مرستې په موخه جوړ شو.


د مطلب کود: 200349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200349/له-یو-څلویښت-کلونو-وروسته-افغانستان-د-دوهم-ځل-لپاره-څارندوی-نړیوال-غورځنګ-غړیتوب-ترلاسه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com