دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۲
د مطلب کود : 200359
هندي شرکت ته د تېلو د کیفیت سنجولو پروژې د ورکړې بهیر کې ابهامونه

طلوع نیوز موندلې چې د ملي تدارکاتو له خوا په افغانستان کې یوه هندي شرکت ته د تېلو او کازو د کیفیت د سنجولو پروژې د ورکړې بهیر له ابهامونو ډک دی.
د دغه رپوټ پربنسټ، د «ټي سي ار سي» شرکت، په عربي امارتو کې د سوداګرۍ په برخه کې د دغه تړون د ترلاسه کولو په داوطلبۍ کې د دغه شرکت د استازولۍ له جواز سره ګډون کړی و، کله چې ولسمشر غني له دغې موضوع خبرېږي په بولۍ کې د دغه شرکت د ګډون د مخنیوي لارښونه کوي. 
خو ځينې نور سندونه د دې ښودنه کوي، چې دغه هندي د دغه تړون د ترلاسه کولو او شرایطو برابرولو لپاره، څه باندې یو کال موکه ترلاسه کړې - هغه هم په داسې شرایطو کې چې د نورم او ستنډرډ ملي ادارې چې د دغې پروژې دولتي اړخ دی، د «ټي سي ار سي» شرکت د دغې پروژې د شرایطو لرونکی نه ګڼي.
د تېلو او ګازو د کیفیت د سنجولو پروژه د تېر کال د زمري میاشتې په یوویشتمه نېټه داوطلبۍ ته وړاندې شوه.
د هغو سندونو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي، د نورم او ستنډرډ ملي ادارې چې د دغې پروژې دولتي اړخ دی، په دې داوطلبۍ کې د څلورو ګډون کوونکو شرکتونو د مخینې په اړه یې هیله منوونکې څېړنې نه لرلې، خو د تېر کال د مرغومي په نهمه، ملي تدارکاتو کمېسیون د ټي سي آر سي یا کیمیاوي څېړنو په نوم یوه دغه شرکت ته د تړون د ورکولو پرېکړه وکړه، ترڅو د دغه کمېسیون په باور له دغې پروژې د نوموړي شرکت له څه د پاسه ۲۷ سلنې ژمنې شوې ګټې څخه د ورځې له ۵۰ تر ۹۰ زره ډالر د دولت عوایدو ته ولېږدول شي.
د نورم او ستنډرډ د ملي ادارې مسلکي مرستیال جاوېد صدیقي په دې اړه وویل:«زموږ تخینکي ډلې چې کار کړی و، بېلابېل شرکتونه یې وړاندیز کړي وو او له تخنیکي پلوه د شرایطو واجدین وبلل؛ خو کله چې مسله ملي تدارکاتو تعقیب کړه، بیا هغوی بل متفاوت شرکت ګټوونکی اعلان کړ چې «ټي سي ار سي» شرکت دی.»
له بلخوا په نورو سندونو کې لیدل کېږي چې ټي سي آر سي شرکت ددغه قراراداد د اخیستو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې په متحده عربي اماراتو کې د نوموړي شرکت د استازولۍ له جوازه کار اخیستی دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم په افغانستان کې د تیلو د کیفیت د سنجولو په برخه کې د ټي سي ار سي نمایندګۍ ته د جواز له ورکولو څو ورځې وروسته دغې مسلې ته پام شو.
په افغانستان کې د ټي سي آر سي شرکت لوړپوړی سلاکار عبدالصبور کامران څرګنده کړه:«دلته دا چې د بولۍ (داوطلبۍ) وخت کم و، موږ وکړای شوی چې د کاپریټ دفتر لخوا دلته راشو او داوطلبي وکړو؛ ځکه باید د بانک حساب او داسې نور (بشپړ وو.) د دواړه څېښتن یو دی، ځکه چې کاپریټ دفتر یې په دوبۍ کې دی. له هغې وروسته موږ د بمبيي له خوا هم هماغه «پاور اف اټورني»چې د دوبۍ له خوا راوړې وه، له هند نه هم راغله.»
له بلخوا د نورم او ستنډرډ ملي اداره چې وایي د تدارکاتو ملي کمېسیون یوازې په هند کې د تېلو د کیفیت د سنجولو په برخه کې د تي سي آر سي شرکت د تجربې د څېړلو په اړه له دغې ادارې د مرستې غوښتنه کړې په دې اړه داسې څرګندونې لري.
د نورم او ستنډرډ د ملي اداري مسلکي مرستیال جاوېد صدیقي زیاتوي:«د دې ترڅنګ موږ ته یې یو وړاندیز کړی و. هغه هم د یوه برېښنالیک په بڼه که چېرې تاسې په دې برخه کې، د زړه ډاډګیرنې لپاره، که چېرې تاسې څېړنه وکړئ. بیا موږ د هندوستان محترم سفارته ته یو مکتوب واستوه چې لا هم د خواب په تمه یوو.»
په دغه سند کې ښودل شوي د دې خبرې له روښانه کېدو وروسته چې تي سي آر سي شرکت په افغانستان کې د تېلو او ګازو د کیفیت د سنجولو تړون ته د لاسرسي لپاره، له سوداګريز جوازه کار اخیستی دی، د روان کال د لړم په پنځه ویشتمه ولسمشر، ولسمشر د ارګ د حکومتولۍ او پروګرامونو مرستیال ته حکم کړی چې تي سي آر سي شرکت ته په دغه داوطلبۍ کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي او که د دغه شرکت لخوا په دې برخه کې ستونزه رامنځته شي مسوولین به یې څارنوالۍ ته معرفي شي. 
د دې رپوټ له مخې د ولسمشر له دغې سپارښتنې وروسته د نورم او ستنډرډ د ملي ادارې لخوا نوموړي شرکت ته د تړون د ورکولو بهیر وځنډول شو.
خو د روان کال د لیندۍ په یوولسمه، ملي تدارکاتو کمېسیون یو ځل بیا له تي سي آر سي شرکت سره د تړون موضوع د دغه کمېسیون د ناستې په اجنډا کې شامله کړه او له هغې اوه ورځې وروسته، د تېلو او ګازو د کیفیت د سنجولو پروژې تړون د نوموړي شرکت له رییس سره لاسلیک شو.
د تدارکاتو د ملي ادارې د ستراتيژیکو اړیکو مسوول رامین ایاز په دې اړه وايي:«د دغه تړون عقد باید په کابل کې د هند سفارت د استازي په حضور کې، د دغه بنسټ له رییس او یا هم واک لرونکي استازي له خوا لاسلیک شي. د هغه سربېره دا ټړون نه شي کولای دا پروژه له فرعي تړون سره پرېږدي. تراوسه د دغې پېښې د څېړلو په اړه انسا ادارې د ملي تدارکاتو ادارې ته رپوټ نه دی وړاندې کړی.»
په افغانستان کې د ټي سي آر سي شرکت لوړپوړی سلاکار عبدالصبور کامران په ډاګه کړه؛«دلته تدارکاتي مسله ده، ولاړ شې له تدارکاتو وپوښتئ ، له انسا ادارې پوښتنه وکړئ که چېرې په جواز کې موږ ستونزه لرو، د سوداګرۍ په وزارت کې د فکر ملکیتونو عمومي ریاست دی، هغوی را وغواړئ او ورته ووایاست چې دغه سړي ته مو ولې جواز ورکړی؟»
د دغه رپوټ پر بنسټ د تېلو د کیفیت د معلومولو تړون د سپارلو په اړه په دې برخه کې د اړوندو بنسټونو ترمنځ لازمه همغږي نه وه.
لکه څنګه چې د وړاندیزونو د څېړلو او نوموړي شرکت ته د تړون د سپارلو بهیر د تدارکاتو د تګلارې خلاف له یوه کاله ډېر وخت اخیستی دی، هغه هم په داسې وضعیت کې چې د نورم او ستنډرډ ملي ادارې چې د دغې پروژې دولتي اړخ دی تراوسه په دقیقه توګه جزیات نه دي ورکړل شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78wojh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته