دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 200363
په جوزجان ولایت کې د هوا ککړونکو ته لس ورځو مهلت
د جوزجان چاپیریال ساتنې ریاست هوا ککړوونکو ته په دی ولایت کې ۱۰ ورځی مهلت ورکړي ترڅو خپل فعالیتونه د چاپیریال ساتنې معیارونو سره برابره کړی.

 
د جوزجان چاپیریال ساتنې ریاست اعلان په اساس، شبرغان ښار کې د ځینو حمامونو د سوند توکو سیستم څخه نظارت ترسره شو. ددی نظارت په لړ کې د حمام مالکینو ته د فلتر لګولو توصیه شوی او لس ورځی وخت ورکړل شوی ترڅو فلتر نصب او خپل فعالیتونه د چاپیریال ساتنې معیار سره برابر کړی که نه نو قانون جدی چلند سره به مخ شی.
 
جوزجان کې هوا ککړتیا سره مبارزه څو نهادونو څخه جوړ کمیته کار کوی.
په تازګیو کې ولسمشر غنی، دوه بېلابیلو فرمانونه د هوا ککړتیا څخه مخنیوی لپاره صادر کړی دی. ولسمشر غنی لومړۍ فرمان، په کورونو،  ښارګوټو، دولتی ادارو کې چی ګرمی مرکزی سیستم کاروی، د دود د تصفیه کوونکو نصب الزامی کړی دی. همدارنګه ولسمشر دوهم فرمان کې د تایر، رابر او نور پلاستیکی توکو سوځول د انرژی تولید لپاره منع شوی دی.
داخله وزارت، ښاروالی او مربوطه ادارات موظف شوی دی ترڅو د چاپیریال ساتنې ملی اداره سره په همکاری ددی فرمانونوپه عملی کولو کې مرسته وکړی.
https://avapress.com/vdcjmye8tuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته