دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۰
د مطلب کود : 200365
کندهار کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي
د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ پر یو موټر په کندهار کې د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوېده.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت نن شنبه (جنورۍ ١١) په کندهار کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې د دوو امریکایي پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د ناټو ځواکونو په یوه اعلامیه کې د دوو نورو امریکایي پوځیانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتیرو هویت سمدستي ندی بربنډ شوی.
د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت یو ویاند د امریکا غږ ته وویل د امریکایي ځواکونو یو موټر د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې په یو خښ شوي بم ختلی دی.
د طالبانو ډلې ددغې چاودنې مسؤلیت منلی دی.
د ۲۰۰۱ کال راهیسې، پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د برید د پیل راهیسې تر اوسه څه دپاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتیري په یادهیواد کې وژل شوي دي.
دغه پیښه پداسې حال کیږي چې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د افغانستان د سولې د یوې موافقې لپاره مذاکرات روان دي.
له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې په یو ځانمزرگي برید کې د یو امریکایي د وژل کیدو په دلیل د طالبانو سره د سولې مذاکرات لغو کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcb0gb5srhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته