دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 200397
کندهاروالي د کار، ټولنیزو چارو ریاست اوشهیدانومعلولینو امریت چاري له نژدې و ارزلې
حیات الله حیات د کندهار والی د کار، ټولنیزو چارو ریاست ته ولاړی او هلته يې د یاد ریاست ورځنۍ چاري له نژدې و ارزولې. د لیدني پر مهال د شهیدانو او معلولینو امر، د یونسیف ادارې استازي او یو شمیر مراجعینو هم حضور درلود. ليدنه کي کندهار وویل، هره دوشنبه ورته عام ولسونه د شهیدانو او معلولینو د کلنیو حقونو د نه ورکړي شکايت کوي، چي د حل په موخه يې باید د مرکز سره موضوعات جدي تعقیب سي، ترڅو د ملکي او نظامي شهیدانو او معلولینو حقونه پر وخت ورکول سي.
په غونډه کي همداراز کندهار والي د کار او ټولنیزو چارو رئیس ته سپارښتنه وکړه، چي د کوچنيانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ریاست اړوند روزنتونو کي د کوچنيانو ټولو برخو کي د همکارو موسساتو په همکارۍ اسانتیاوي برابري کړي، تر څو ټول ماشومان د خپلو حقونو څخه برخمن سي.
په لیدنه کي د کار، ټولنیزو چارو رئیس او د شهیدانو او معلولینو امر د خپلو ورځینو چارو په اړه هم هر اړخیز معلومات شریک کړل، چي د کندهار والي له لوري د چارو د سرعت او پیاوړتیا په موخه یو لړ سپارښتني هم وسوې.
 
https://avapress.com/vdcgyz9xuak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته