دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 200398
حامد کرزی په لندن کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سره
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په لندن کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، نواز شریف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی دی. کرزي ویلي، پاکستان ته درې ځله د ده د ورتګ او کابل ته د نواز شریف د ورتګ په مهال یې هغه یو مهربان تن محسوس کړی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی لندن ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د ناروغۍ پوښتنې ته ورغلی دی چې ورسره جوخت یې په اړه د خلکو نیوکې راپارېدلې دي.
نواز شریف په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې د پاکستان د صدراعظم په توګه په ویاړ ویلي و چې د افغانستان ملي او نظامي ځواکونه یې له منځه یوړل او د داخلي جګړې لپاره یې زمینه برابره کړه.
حامد کرزي په لندن کې په داسې حال کې چې د نواز شریف ورور شهباز شریف هم ورسره و، له رسنیو سره په مرکه کې نواز شریف او شهباز شریف خپل وروڼه بللي، نواز شریف ته یې د روغ صحت دعا کړې ده.
د پاکستان د دنیا تلویزیون د راپور له مخې، کرزي له نوازشریف سره یو ساعت تېر کړ او وروسته یې خبریالانو ته وویل چې نوازشریف یې ډېر پخوانی دوست دی او تل یې د ده ښه مېلمه پالنه کړې ده.
د حامد کرزي دې کار په افغانستان کې تازه نیوکې ځکه راپورته کړې دي چې خلک وايي، همدا څه موده وړاندې هم د نواز شریف ورور شهباز شریف د خپل هیواد په ملي جرګه (نشنل اسمبلي) کې وویل، په کشمیر کې چې اور بل وي باید افغانستان ارام پاتې نه شي.
کرزی تر دې وړاندې تهران ته تللی و چې د دغه هیواد د سپاره پاسداران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي او له ایراني چارواکو سره خواخوږي حرګنده کړي.
ده په تهران کې وویل چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې ناکام دي او داعش د پرمختګ په حال کې دی.
 
https://avapress.com/vdchwvni623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته