کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیره یوه نیمه لسیزه کي په لومړي ځل کندهار د ای ایم ایف نړیوالي ادارې د عوایدو راټولولو هدف پوره کړ

22 جدی 1398 ساعت 15:00

په غونډه کي کندهار مستوفي عبدالغفور ظاهر د تیرمالي کال د ای ایم ایف عوایدو راټولولو هدف پوره کیدو مبارکي وړاندي کړه او د خبرو په دوام يې وویل، چي د ټولو ادارو د کارکوونکو معاشات دي نور د بانک له لاري ورکول کيږي، چي په اړه يې ټولو ادارو ته مکتوب هم استولی دی.
ده وويل غواړي د مالیاتو د ورکړي پر مهال د ډيرو کاغذي کړنو پر ځاي الکترونیکي اسانتیاوي برابري کړي او یادونه يې وکړه، چي پلان لري تر څو د بررسۍ لپاره هم د ایمیل لطریقه اسانتیا برابره او د ډيرو کاغذي اجراتو پر ځاي برېښنايي اسانتیاوي رامینځته کړي.


يادي څرکندوني کندهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ په مستوفیت ریاست کي د ټولو رئیسانو سره په جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پر مهال يې د ټولو ادارو مسؤلینو، سوداګرۍ خوني مرستیال او ملي سوداګرو هم ګډون کړی وو.
په غونډه کي کندهار مستوفي عبدالغفور ظاهر د تیرمالي کال د ای ایم ایف عوایدو راټولولو هدف پوره کیدو مبارکي وړاندي کړه او د خبرو په دوام يې وویل، چي د ټولو ادارو د کارکوونکو معاشات دي نور د بانک له لاري ورکول کيږي، چي په اړه يې ټولو ادارو ته مکتوب هم استولی دی.
ده وويل غواړي د مالیاتو د ورکړي پر مهال د ډيرو کاغذي کړنو پر ځاي الکترونیکي اسانتیاوي برابري کړي او یادونه يې وکړه، چي پلان لري تر څو د بررسۍ لپاره هم د ایمیل لطریقه اسانتیا برابره او د ډيرو کاغذي اجراتو پر ځاي برېښنايي اسانتیاوي رامینځته کړي.
ښاغلي ظاهر وویل، د ټولو هغو ادارو مسؤلین، چي جوازونه توزیع کوي د جواز د تمدید پر مهال دي د مستوفیت د باقیاتو د تصفیې پروسه حتمي توصیه کړي او همدارنګه يې غوښتنه وکړه، چي مستوفیت ته نژدې او یا مستوفیت کي داخل دي د بانک څانګه پرانیستل سي، تر څو د مالیاتو په ورکړه کي د وخت سپما ترسره سوې وي.
وروسته کندهار والي حیات الله حیات د ټولو ادارو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ای ایم ايف نړیوالي ادارې له لوري کندهار ته د عوایدو راټولولو هدف یې په ګډه همکارۍ پوره کړ او په خبره يې دا لومړی ځل دی، چي د یوې نیمي لسیزي وروسته کندهار د ای ایم ایف نړیوالي ادارې د عوایدو راټولولو هدف پوره کوي.
کندهار والي وویل، چي د کندهار ولایتي ادارې د ټولو مامورینو بایومټریک پروسه سرته رسیدلې ده او موږ وتوانیدو د هغو کسانو مخه ونیسو، چي پر یوه وخت يې دوې یا درې وظیفې ترسره کولې او د ټولو ادارو مسؤلینو ته يې سپارښتنه وکړه، چي د رواني اوونۍ تر ادارې مجلس مخکي دي د خپلو مامورینو لیستونه د مستوفیت سره شریک او ټول باید د بانکي اکاونټونو له لاري معاشات ترلاسه کړي.
کندهار والي زیاته کړه، چي حکومتوالي باید اسانه، چټکه او الکترونیکي سي او د ټولو ادارو تر مینځ يې په یاده برخه کي د ښې همږغۍ له مخي پر همکارۍ ټينګار وکړ.
په غونډه کي ګډونوالو پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم خپل نظریات شریک کړل او په اړه یې د مجلس رهبرۍ لازمي پریکړي وکړې.
 


د مطلب کود: 200400

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200400/په-تیره-یوه-نیمه-لسیزه-کي-لومړي-ځل-کندهار-د-ایم-ایف-نړیوالي-ادارې-عوایدو-راټولولو-هدف-پوره-کړ

آوا
  https://www.avapress.com