د صرافانو د اتحادیې مسؤل حاجي قندي اغا او غړو یو په بل پسې وویل، چي د تیرو دوو اوونیو راهیسي د افغانیو د ترویج لپاره دوی د سوداګرو او اتحادیو مسؤلینو سره ګډي ناستي کړي او پریکړي ته رسیدلي، چي نور به په افغانیو راکړه ورکړه کوي او د کندهار والي په مشرۍ د تیري پنج شنبې ورځي تر غونډي وروسته دوی عملاّ خپل فعالیت او هڅي پیل کړي او نور به ټولي راکړي ورکړي په افغانیو ترسره کوي.
قندي اغا زیاته کړه، دوی د ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چي تر نن وروسته دي دوی ته د کالدارو حوالې نه وړاندي کوي، تر څو په ګډه د افغانیو ترویج کي همکاري وسي او همدارنګه يې وویل، چي د افغانیو بانک نوټونو د کمښت په صورت کي دي افغانستان بانک وروسره بشپړه همکاري وکړي.
وروسته کندهار والي د نورو سوداګرو سره په خبرو کي د هغوی څخه مننه وکړه، چي د حکومت د پریکړو په تطبیق کي بشپړه همکاري کوي او ډاډ يې ورکړ، چي د هر ډول ستونزو په صورت کي به ولایتي اداره ورسره تر هره حده همکاره وي او په خبره يې دا مهال په کندهار کي په افغانیو راکړه ورکړه ۷۵ سلنه لوړه سوې او پاته ۲۵ سلنه یو شمیر ستونزي دي، چي ژر تر ژره به حل او افغانیو ترویج به ۱۰۰ سلنه تطبیق سي.
کندهار والي وویل، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او د ملي هویت ساتلو لپاره زموږ د فرد فرد مکلفیت دی، چي د افغانیو ترویج کي د ملي احساس له مخي همکاري وکړو او په هر ډول راکړه ورکړه کي د افغانیو څخه کار واخلو.
وروسته کندهار والي د صرافانو اتحادیې مسؤل او ټولو صرافانو په ګډه ( افغانۍ زموږ ملي هویت دی) شعار بدرګه او عملاّ يې په کندهار کي د افغانیو ترویج او کالدارو د مخنیوی کمپاین راپیل کړ.