کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارکي د ښکلو هنرونو په برخه کي سلهاوه کسان روزل سوي دي

22 جدی 1398 ساعت 9:53

دکندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلين وايي، دښکلو هنرونو برخي ته يې ځانګړې پاملرنه کړې او په لنډه موده کي يې تر سلهاوو تنه پوري کسان روزلي دي.
په ښکلو هنرونو کې خطاطي، رسامي، حکاکي، میناتوري، سوخته کاري او يوشمېر نوري برخي شاملي دي، چي د بېلابېلو استادانو له خوا زده کوونکو ته ور زده کول کېږي.
د کندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست دښکلو هنرونو ټولنه، چې په کال ۱۳۸۹ کې پرانیستل سوې، تر دې مهاله یی په دوو دورو کي سلهاوه تنه روزلي دي.


د ښکلو هنرونو په دغه ټولنه کي د شاګردانو ډېره برخه انجوني دي.
ددې ټولني مشر امان الله درخشان وايي، تر دې مهاله یی ۲۱ نندارتونونه جوړ کړي، چي پرمهال يې د خپلو شاګردانو په لاس جوړي سوي بېلابېلي تابلوګاني او نقاشۍ نندارې ته وړاندي کړي دي.
دی وايي، د شاګردانو هنرونه يې د ننداره کوونکو د پوره هرکلي او پاملرني وړګرزېدلي دي.
دښکلي هنرونو ټولني زده کوونکي هم خوښ دي، چې دوی ته د خپل هنر ښکاره کولو او هغه ته د لاپرمختګ ورکولو زمينه برابره سوې ده.
ددوی په وینا د جوړو سوو هنري توکو لپاره يې دنندارتونونو جوړېدل ددوی لپاره د تشویق ښه لاره ده.
د کمپيوټر او نوي ټکنالوژۍ په راتلو سره لا هم خلک په لاسونو جوړو سوو هنري توکوته ځانګړی ارزښت ورکوي.
خلګ دغه هنري تابلوګانې رانيسي او بيادخپلو کورونو د ښايست لپاره استفاده ځيني کوي.
 


د مطلب کود: 200402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200402/کندهارکي-د-ښکلو-هنرونو-په-برخه-کي-سلهاوه-کسان-روزل-سوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com