کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهار دملي امنيت رياست منسوبين:هغه درې تنه وسلوال غله يې نيولي چي پر لويولارو يې له خلکو د وسلې په زور موټرونه اخيستل

22 جدی 1398 ساعت 9:56

دملي امنيت رياست وایي، چي دغو وسلوالو غلو د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره دزابل له يوه اوسېدونکي د وسلې په زور موټر اخيستی وو.
د پنج شنبې په ورځ د کندهار ملي امنیت ریاست د هغو دریو تنو غلو په اړه د رسنیو سره معلومات
شریک کړل، چي په ښار کي د موټرانو په غلاو کي ښکیل وه.


د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخي یادو دریو تنو هر یو عبدالله، فیض محمد مشهوره په تورجان او عبدالباری آغا د کندهار ښار او بولدک ولسوالۍ تر مینځ پر عمومي لاره د مسافرو په ډول د زابل ولایت یو تن اوسیدونکي حمیدالله، چي د بولدک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راروان وو دوی پر لاره موټر ته ور پورته سوي وه او د لاري په اوږدو کي یې د موټر چلوونکي څخه د توفنګچې په ذریعه یو عراده سور رنګ فلډر موټر اخیستي او موټروان ته یې د مرګ ګواښ کړي وه.
نوموړی موټروان خپله موضوع د ملي امنیت ریاست سره شریکه کړې وه، چي تر لږ ځنډ وروسته ملي امنیت ریاست ویښو او بیدارو منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کي درې سره غله د غلا سوي موتر او یو میل توفنګچې سره یو ځای ونیول او تر نیولو وروسته غلا سوي موټر بیرته خپل اصلي خاوند ته وسپارل سوو او پر مهال یې نیول سوو کسان په خپلو جرمونو اعتراف هم کړي دي.
 


د مطلب کود: 200403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200403/دکندهار-دملي-امنيت-رياست-منسوبين-هغه-درې-تنه-وسلوال-غله-يې-نيولي-چي-پر-لويولارو-له-خلکو-د-وسلې-په-زور-موټرونه-اخيستل

آوا
  https://www.avapress.com