دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 200404
کرکټ بورډ له ایرلینډ پرته د سیالیو په برابرولو ونه توانیده
د افغانستان کرکټ بورډ د ولس له پرله پسې نیوکو وروسته له ایرلینډ سره د سیالیو کولو اعلان وکړ، خو د کرکټ مینوال او مبصرین یې د افغانستان په ګټه نه بولي بلکې په تاوان یې بولي.
دا سیالۍ په لومړیو کې پلان شوې وه چې د ایرلینډ په کوربه توب ترسره شوې وې، خو ایرلینډ هغه مهال اعلان وکړ چې د پیسو نه شتون او مالي ستونرو له کبله یې له افغانستان سره سیالۍ لغوه اعلان کړې.
خو نن یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د دروان ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د ۳ نړېوالو شل اوریزه لوبو لپاره د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب په هند کې کوي.
د معلوماتو له مخې د دواړو هیوادونو ترمینځ د شل اوریزه لوبو د لړۍ نېټې او ځای وروستی شو، چې د مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نیټه به د هند په (ګریټر نویډا) کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د خبریال ډاټ کام د سرچینو پر وینا د دې سیالیو ټول لګښت د افغانستان کرکټ بورډ په خپله غاړه اخیستی دی، ځکه چې دا سیالۍ ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله په لومړیو کې لغوه اعلان کړې وې.
د افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې د روان ( ۲۰۲۰) کال پلان شوېو سیالیو مهالوېش هم اعلان کړ چې پکې افغانستان د شل اوریزه نړیوال جام او اسیا کپ پرته نورې کومې سیالۍ نه درلودې.
افغان کرکټ بورډ په ( ۲۰۲۰) کال کې په داسې حال کې سیالۍ نه وې چمتو کړې،چې نورو نړیوالو کرکټ بورډونو د روان کال لپاره په لسګونه سیالۍ چمتو کړې وې چې له همدې امله له ستر ستر غبرګونونو سره مخ شول.
ایرلینډ چې د افغانستان سره یې یوځای بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی، ایرلینډ د ( ۲۰۲۰) کال لپاره د افغاستان سره د سیالیو ترڅنګ د نړیوال جام پرته نورې ۱۲ سیالۍ هم چمتو کړې وې.
د کرکت مینوال ایرلینډ سره په سیالیو کولو ناخوښه دی او وایي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کال سر او پای له ایرلینډ سره په سیالیو کولو بوخت دی.
د کرکټ مبصرین هم په افغان کرکټ بورډ نیوکې کوي چې ګواکې د (۲۰۲۰) کال لپاره یې د سیالیو کولو پلان نه وو جوړ کړی او ټولې میاشتې په کېک پرې کولو او د لوبغاړو په جرګو کولو تېرې کړې.
د یادولو ده چې د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو په قطار کې یوازینۍ لوبډله د افغانستان ده چې په ( ۲۰۲۰ ) کال کې د شل اوریزه نړیوال جام، اسیا کپ او له ایرلینډ سره د دې سیالیو کولو پرته نورې سیالۍ نه لري.
 
https://avapress.com/vdcfxxd0jw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته