دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 200405
ټرمپ په ۸ ایراني چارواکو او ۱۲ شرکتونو بندیزونه ولګول
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي کړکیچ له امله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې په ایراني لوړ پوړو چارواکو او د دې هېواد په یو شمېر شرکتونو باندې نوي بندیزونه ولګول.
د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د ایران رژیم د امریکا د پرسونل او ټولو شتمنیو پر ضد د وروستیو حملو مسوول دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران د پام وړ عایداتو ته لاسرسی پرې کوي چې کېدای شي د اټومي وسلو، د میزایلو انکشاف، تروریزم، او ترورستي ډلو د نفوذ زیاتولو لپاره ور څخه کار واخیستل شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وینا نوي بندیزونه به د ایران پر اقتصاد نېغ په نېغه اغېزه وکړي او په دې ډول به دغه هېواد ته اجازه ورنکړل شي چې هسته یې وسلو ته لاسرسی پیداکړي.
د ټرمپ پر وینا دا بندیزونه به تر هغې پورې دوام وکړي چې ایران له امریکا سره خپل چلند بدل نه کړي.
په ورته مهال د امریکا د مالیې وزیر سټیفین منوچن هم رسنیو ته ویلي دي چې نوي لګول شوي بندیزونه د ایران په ۸ چارواکو او هم د ایران د اوسپنې د تولیدونکې په ۱۲ شرکتونو باندې لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ایران پر ضد د ولسمشر ټرمپ وروستی اقدام ستایلی دی او ویلي دي چې په دې توګه به امریکا د ایران په کورنی امنیت به زړه ګوزار وکړي.
دا بندیزونه وروسته له هغې په ایران ولګول شو کله چې په عراق کې امریکا د ایران د قدس ځواک ترټولو لوړ رتبه قومندان قاسم سلیماني په یوه هوایی برید کې وواژه، خو ایران یې د غچ اخیستلو پر موخه په امریکایې اډو توغندیز بریدونه وکړل
د ایران له لوري د غچ اخیستلو په برید کې که څه هم امریکایي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو امریکا یې سخته غوسه کړې ده چې له همدې کبله یې پرې نور نوي بندیزونه هم ولګول.
د قاسم سلیماني له وژلو وروسته دواړه هېوادونه ایران او امریکا یو بله سره ښکر په ښکر شوي دي، د دواړو هېوادونو مشران پر یو بل د نورو بریدونو کولو ګواښونه کوي.
د ایراني قومندان قاسم سلیماني د وژلو له امله په سیمه کې هېوادونه خوندي نه دي، د همدې کړکیچ پر دوام د اوکراین یوه مسافر وړونکې الوتکه هم تهران کې ولویدله چې پکې ۱۷۶ تنه سپاره کسان ووژل شو، ډیری هېوادونه ادعا کوي چې یاده الوتکه هم ایران ویشتلې ده.
د ایران او امریکا د کړکیچ سره سم ډیری هېوادونو خپلو وګړو ته اعلان کړی دی چې د یو څه مودې لپاره دې له ایرانه د سفر کولو ډډه وکړي څو یې ژوند له خطر سره مخ نه شي.
د یادولو ده چې له همدغو کړکیچونو له امله د ایران له فضا څخه هم استفاده نه کېږي ټولې الوتکې د ایران پر ځای د افغانستان له فضا ګټه اخلي چې ډیره ګټه یې افغانستان ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcgzz9xnak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته