دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 200406
په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلونو او په یو شمېر نورو کې د وچکالۍ خطر
په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼو جنوبي او مرکزي ولایتونو کې په کافي اندازه واورې او بارانونه اورېدلي، د هیواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې بزګر اندېښنه لري چې له وچکالۍ سره به مخامخ شي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه) اعلان وکړ چې نن او سبا (یکشنبه) به په یو شمېر ولایتونو کې د پر له پسې ورښتونو له کبله سېلونه راشي.
د هواپېژندنې د ادارې له اټکل سره سم، کندهار، زابل، غزني، پکتیکا، اورزګان، دایکنډي، کابل، پروان، پنجشېر، بغلان، ننګرهار، خوست، غور، میدان وردک، لوګر، بامیان، فراه، هرات او د نورستان او کونړ په ځینو برخو کې د سختو ورښتونو احتمال شته.
د هوا پېژندنې ادارې باران له ۱۰ تر ۴۵ ملي مترو او واوروه له ۱۰۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
دا اداره په ځینو جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې د سېل د بهېدو اټکل کوي.
په همدې حال کې په کندوز، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ورښت نه دی شوی او یا خورا لږ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا، روان میلادي کال په افغانستان کې د بې‌وزلو کورنیو لپاره سخت کال اټکل کړی دی.
دې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې سږ کال نژدې نهه نیم ملیونه وګړي د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بېړنیو مرستو ته اړ دي.
 
https://avapress.com/vdchvvni-23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته