یونیسف په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان کې د تیر میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ نهه تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځانمرګي بریدونه او مخالفو وسله والو له لوري ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودیدل د دغې مرګ ژوبلې تر ټولو ستره برخه یعنی ۴۲سلنه بلل شوې ده.
په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان خلک د نښتو ترڅنګ، طبیعي پيښې هم خلک زیات ژوبل کړی دی.
د رپوټ له مخې په تیرو دوو کلونو کې د طبیعي پيښو له امله ۲۵۰زره تنه زیانمن شوي او ترڅنګ یې د افغانستان پنځوس سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي.
یونیسف ویلي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان، په ځانګړي توګه نجونې ښوونځیو ته له تلو پاتې شوي دي.
د رپوټ له مخې که څه هم افغانستان کې د پولیو ناروغیو مخه تر ۹۶سلنې نیول شوې ده، خو بیا هم ۲۰۱۹ کال د دغې ناروۍ شمیر ۲۲ ته رسیدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)