کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د واورې زیات ورښت له امله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جدی 1398 ساعت 12:36

د هرات انجیل ولسوالۍ کې د واورې زیات ورښت له امله د یوې کورنۍ ۶ تنه غړي وژل شوي دي.



دا کسان هغه مهال وژل شوي چې د واورې زیات ورښت له امله د کور چت پرې ونړید.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد د دې پيښې په تایید سره ویلي چې په وژل شوو کسانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.
ویل کېږي چې په هرات کې له تېرې شپې راهیسې درنه واوره ورېږي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
د هوا پېژندنې ادارې هم تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ډيری ولایتونو کې درنې واورې وورېږي.
 


د مطلب کود: 200426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200426/هرات-کې-د-واورې-زیات-ورښت-له-امله-یوې-کورنۍ-۶-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com