دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 200431
کابل کې د ګازو لوره بیه او د خلکو ستونزې
افغانستان کې هر کال د ژمي په رارسېدو د سون توکو بیه لوړېږي، چې سږني کال کې هم خلک له دغې لویې ستونزې بې برځې نه دي، وروستیو ورځو کې د ګازو بیه خورا لوړه شوې او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کابل ښار په بازارونو کې د یو کیلو ګازو بیه ۸۰ افغانۍ ته رسېدلې، چې نیغ په نېغ يې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي دي، خلک اندېښنه لري چې د افغانانو کمزوری اقتصاد او د ګازو بیه کې دومره لوړوالی د خلکو پر پښو تېشه وهل دي.
افغانستان د نړۍ یو له هغه هېوادونو څخه شمېرل کيږي، چې ډېری وګري یې له اقتصادي پلوه کمزوري او په فقر کې ژوند کوي، چې د فقر تله یې بیا د ژمي موسم کې لا پسې درنېږي.
د سږکال سړې هوا ته په کتو دغې ستونزو تر پخوا هم د خلک پر ژوند ډېر سیوری پرېښی، ځکه سیمه کې راټوکېدلي کړکېج نېغ په نېغه د ګازو بیه کې لوړوالی راوست، او افغانستان هم د ګازو وارداتي هېواد دی چې پرته له شکه متضرر کیږي.
سږکال د سړې هوا ترڅنګ ککړې هوا هم د کابل میشتو ژوند تریخ کړی دی، له یوې خوا سړه هوا له بلې خوا د سون توکو بیه کې لوړوالی له خلکو لاره ورکه کړې ده.
خیرالله د  کابل ښار اوسېدونکی وايي:
“بازارونو کې یو کیلو ګازو ۸۰ افغانۍ دي او همداسې د لړګیو او سکرو بیه هم لوړه شوې ده، له بلې خوا د کابل ښار هوا ککړه شوې او حکوت له خلکو غواړي چې غیر معیاري سون توکي ونه سوځوي، نو دا بې وزلې کورنۍ څه وسوځوي؟ دګازو اخیستو ته وس نلري ، نو مجبور دي چې د  تودولو لپاره هغه توکي وسوځوي چې د هوا د ککړتیا لامل هم ګرځي.”
هر کال د ژمي په رسېدو سره د کابل ښار هوا هم د غیرې معیاري سون توکو سوځولو له امله ککړېږي، چې سږکال د کابل هوا د نړۍ په کچه بې سارې ککړه ده.
افغان حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي په پار یو شمېر تدابیر په لاس کې نیولي، چې یو شمېر هغو ځایونو باندې یې بندیزونه لګولي چې غیر معیاري سون توکې سوځي او د هوا د ککړتیا لامل کرځي.
افغان حکومت تېرو څو اونیو کې پر یو شمېر هوټلونو، حمامونو، سوداګریز مارکېټونو او داسې نور هغو ځایونو باندې چې د کابل ښار یو شمېر مهمو سیمو کې به یې له غیر معیاري سون توکو څخه کار اخیست، بندیزونه لګولي دي.
کابل ښاریان وايي، دا ستونزمنه ده چې د هوا د  ککړتیا په مخ نیوي کې په داسې شرایطوکې خلک له حکومت سره مرستې ته چمتو شي، ځکه د ګازو او نورو معیاري سون توکو بیه لوړه ده او خلک مجبور دي چې خپلو کورونو کې پلاستیکي توکي وسوځي.
خلک پر حکومت نیوکه کوي چې بازارنو کې د سونو توکو او نورو توکو پر بیه کنترول نلري، او هر پلورنکی په خپله خوښه قیمت ټاکي او خلک هم بله لار نلري، خو افغان حکومت باید پر بازارونو کنترول ولري د توکو یو معیاري او عدالتي بیه وټاکي او پلورونکي مجبور کړي چې پر خپل سر توکو ته بیه ونه ټاکي.
رومل د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی وايي:
“پلورونکي په خپله خوښه د ګازو بیه لوړوی، د یوې اونۍ په اوږدو کې د ګازو بیه له ۶۰ افغانیو څخه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوه، خو داسې څوک نشته چې له دوي څخه پوښتنه وکړي چې په کوم اساس د یوې اونۍ په اوږدو  کې د یوې کیلو ګازو بیه کې ۲۰ افغانۍ لوړوالی راغی، دلته ( شهر ناپرسان دی ) هر څوک په خپله خوښه قیمت ټاکي او څو نشته چې دا ورته په ډاکه کړي چې د افغانانو اقتصاد کمزوری دی، هر څوک د خپلې ګتې په لټه کې دي، نور څوک ورته مهم ندي.”
کابل ښار سږکال د ژمي په لومړیو کې د واورو شاهدان دي، چې ځينې ورته خوشحاله خو پر ځينو بیا د واورې ورښت د آسمان ستوري شماري، کابل ښار کې سږکال یوشمېر نورې بې وزلې کورنۍ هم زیاتې شوې دي، چې  د هېواد له یو شمېر نور ولایتونو څخه د جګرې له امله کابل ته راه پناه شوي خو اوس  په سختو حالتو کې د خیمو لاندې د ژمي دا سړې شپې او ورځې تېروي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmxd0yw6dxja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته