کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جدی 1398 ساعت 14:54

د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د مرغومی میاشتې په 23 نېټه د دوشنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.


 د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.
هغه صرافانو چې تر اوسه پوري یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري


د مطلب کود: 200440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200440/د-افغانستان-بانک-30-میلیونه-امریکايي-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com