کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - کندهار لویه لاره کې سړې هوا ۸ تنه موټر چلوونکي وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جدی 1398 ساعت 15:48

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د سړې هوا او یخ بندیو له امله ۸ تنه موټر چلوونکي مړه شوي دي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي دغو موټر چلوونکو کابل ته سوداګریز توکي رالیږدول چې لاره کې د پاتې کیدو او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د دغې خونې معلومات ښيي چې اته تنه موټر چلوونکو د زابل شاه جوی ولسوالۍ په اوږدو کې د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله خوا د ټرانسپورټ وزارت چاوراکي وایي د لویو لارو د واورو پاکول دوام لري.
د دغه وزارت شمیرې ښيي چې د بامیانو، دایکندي او غور ولایتونو لارې او هغه کنډوونه چې دغو لارو کې پراته دي، د واورو سختو ورښتونو او توپان له امله تړل شوي دي.
د زابل - غزني لویې لارې یخ بندۍ هم پلازمینې ته د سوداګریزو توکو انتقال ستونزمن کړی دی.
د لویو لارو په اوږدو کې د واورو ورښت، د لارو ښویه کیدل او بندیدل د هر کال د ژمي موسم کې د لویو موټرو چلوونکو او مسافر پرمخ ستونزې جوړوي.
د زابل د پولیسو قومندان وایي همدا اوس لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده او لسګونه مسافر دغه لاره کې تګ راتګ کوي.
د یادولو وړ ده چې له تیرې ورځې راهیسې په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د زیاتو ورښتونو او سیلاوونو له امله زیات شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 200446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200446/د-کابل-کندهار-لویه-لاره-کې-سړې-هوا-۸-تنه-موټر-چلوونکي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com