کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب ولسوالی دوه ولسوالیو کې طالبانو بریدونه دفع شول

22 جدی 1398 ساعت 19:43

تیره شپه وسله وال طالبان د قیصار ولسوالی نودری کلۍ کې یو امنیتی پوسته باندی برید کړی وو چی د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری وځپل شو.



 
 
تیره شپه د طالبانو برید فاریاب دوو ولسوالیو کې دفع کړل شو.
 
د فاریاب ولایت امنیه قوماندانی مطبوعاتی دفتر په ریپورت سره؛ تیره شپه وسله وال طالبان د قیصار ولسوالی نودری کلۍ کې یو امنیتی پوسته باندی برید کړی وو چی د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری وځپل شو.
 
ددی برید په جریان کې یو طالب وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوی دی او همدارنګه دوه امنیتی سرتیری او یو ملکی کس هم ټپیان شوی دی او یو ملکی وګړی د مرمی نښتیدو له امله په شهادت رسیدلی دی.
 
همدارنګه وسله وال طالبان خواجه سبزپوش ولسوالی خواجه قشرو دوه لاری کې امنیتی پوسته تر برید لاندی راوستلی وو چی د مرستندویه ځواکونو په رسیدو سره، مهاجمان مجبور شوی چی شاته تګ وکړی.
ددی برید په جریان کې یو وسله وال طالب ټپی شوی او هغه موتر سایکل هم خراب شوی دی.
 


د مطلب کود: 200471

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200471/فاریاب-ولسوالی-دوه-ولسوالیو-کې-طالبانو-بریدونه-دفع-شول

آوا
  https://www.avapress.com