دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 200500
د پکتیا له زندان څخه لږ تر لږه ۷ په ترهګرۍ تورن بندیان تښتېدلي دي
د پکتیا له زندان څخه د طالب بندیانو د تښتېدلو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومنداني  د ۷ بندیانو تېښته مني، خو یوه بله سرچینه بیا وايي، له دغه زندان څخه ۲۳ طالب او د ترهګرۍ په تور نیول شوي زندانیان تښتېدلي دي.
د پکتیا امنیه قومندان اجمل یوسفزی پرته له جزیاتو یوازې د ۷ بندیانو تېښته مني او وايي، په دې اړه پلټنې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي.
نوموړی وايي، دا اوازه درواغ ده چې ګواکې له دغه زندان څخه ۲۳ تنه په ترهګرۍ تورن زندانیان تښتېدلي دي.
د افغان حکومت له زندانه په داسې حال کې د زندانیانو ته تېښتې خبرونه ورکول شوي دي چې تر دې وړاندې افغا ن ځواکونو په ګڼو سیمو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او د سرتېرو په شمول یې عام وګړي ترې راخوشې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdccxxqix2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته