دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 200501
حکومت د باندنیو چارو وزارت کې ۱۰ نوې او مهمې ګمارنې کړې دي
حکومت په باندنیو چارو وزارت کې د صلاح الدین رباني تر ګوښه کېدو وروسته په لومړي ځل پراخې ګمارنې کړې دي.
سلیمان کاکړ د هند به حیدراباد کې جنرال قونسل، د هرات پخوانی والي اصف رحیمي په هالنډ کې سفیر، د کندهار پخوانی والي همایون عزیزي په فرانسه کې سفیر، د ولسمشر سکرتر مختار په کاناډآ کې د سفیر مستشار، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مسعود عزیزي په دوبۍ کې جنرال قونسل، د میرداد نجرابي ورور عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مرستیال، صفت رحیمي د جرمني په مونشن کې جنرال قونسل، ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ویس هدایت په کاناډا کې د افغان سفارت مستشار او سهیل هدایت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې مستشار ټاکل شوی دی.
که څه هم د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د دغه لیست د تایید او رد په اړه څه نه وايي، خو دا په داسې حال کې ده چې د باندنیو چارو وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې وویل، په خپلو داخلي او بهرنیو استازولیو کې نږدې ۲۰۰ بستونه راکموي او د اصلاحاتو لپاره به ګڼې مقررۍ وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdzz0xfyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته