دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 200502
ټرمپ: ایران به رانه اټومي وسلې جوړې نه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د وروستي کړکیچ له امله په خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي دي چې ایران سره خبرې کوي، خو هېڅ وخت داسې ایران نه غواړي چې هغه دې اټومي وسلې ولري.
ټرامپ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ” تازه یې د ملي امنیت سلاکار مشوره ورکړې چې ایران باید د فشارونو له لارې خبرو ته حاضر کړي.
نوموړی زیاتوي، له هرې ممکنې او سمې لارې استفاده کوي څو ایران دې ته تیار کړي چې له اټومي لرلو وسلو لاس واخلي او له امریکا سره خبرو ته حاضر شي.
د ټرامپ په خبره ایران هیڅ ورته د منلو وړ نه دی چې هغه دې اټومي وسلې ولري او خپل وګړي دې د لاریونونو او نورو فعالیتونو له لارې ووژني.

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له امله ایراني ځواک یاده مسافر وړونکې الوتکه د جنګي چورلکې په نوم تېره چهار شنبه وویشته په لومړیو کې ایران د برید مسوولیت نه مانه، خو له ډیرو فشارونو وروسته یې مسوولیت واخیست او له قربانیو کورنیو یې بخښنه وغوښته.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ هغه مهال رامنځته شو کله چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د یوه هوایي برید په پایله کې د ایراني قدس ځواک لوړ رتبه قومندان قاسم سلیماني وواژه.
له دغې برید وروسته دواړه هېوادونو ښکر سره په ښکر شوي دي ایران هم د غچ اخیستنې پر موخه په عراق کې د امریکا په پوځي اډې توغندیز بریدونه وکړل.
د ایران او امریکا ترمنځ د سخت کړکیچ له امله اوس د ایران په فضا د نورو هېوادونو الوتنې هم ځنډول شوي دي څو د ولسي وګړو ژوند په خطر کې نه شي چې له امله یې پروازونه په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د فضا له لارې تېرېږي.
د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له امله اوس په سیمه کې حالت یو څه کړکېچن شوی دی چې د سیمي هېوادونه یې هم سخت اندېښمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdce778wwjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته