کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د افغانستان سفیر له دندې استعفا ورکړه

23 جدی 1398 ساعت 10:33

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل استعفا کړې ده.
ښاغلی مشعل، چې پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس و، د ۲۰۱۸ م کال په اکتوبر کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.



تر ده مخکې ډاکتر عمرزاخېلوال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر و او نوموړي هم استعفا ورکړې وه.
زاخېلوال د ۱۳۹۴ لمریز کال په قوس میاشت کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه کار پیل کړی و.
د نوموړي د استعفا د دلیل په اړه ادعا شوې وه چې غواړي د ۱۳۹۸ لمریز کال د میزان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ملي امنیت د پخواني رييس حنیف اتمر ملاتړ وکړي.
زخېلوال له استعفا راوروسته د ولسمشر غني په منتقد بدل شوی، حال دا چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د غني کلک ملاتړی و.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې شکرالله عاطف مشعل ولې استعفا کړې ده.
 


د مطلب کود: 200503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200503/په-پاکستان-کې-د-افغانستان-سفیر-له-دندې-استعفا-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com