دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 200503
په پاکستان کې د افغانستان سفیر له دندې استعفا ورکړه
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل استعفا کړې ده. ښاغلی مشعل، چې پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس و، د ۲۰۱۸ م کال په اکتوبر کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

تر ده مخکې ډاکتر عمرزاخېلوال په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر و او نوموړي هم استعفا ورکړې وه.
زاخېلوال د ۱۳۹۴ لمریز کال په قوس میاشت کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه کار پیل کړی و.
د نوموړي د استعفا د دلیل په اړه ادعا شوې وه چې غواړي د ۱۳۹۸ لمریز کال د میزان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ملي امنیت د پخواني رييس حنیف اتمر ملاتړ وکړي.
زخېلوال له استعفا راوروسته د ولسمشر غني په منتقد بدل شوی، حال دا چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د غني کلک ملاتړی و.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې شکرالله عاطف مشعل ولې استعفا کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfxxd0mw6dxta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته