دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 200506
افغانستان کې د غوړيو توليد
د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې په وروستیو دریوو کلونو کې د غوړ لرونکو بوټو کرنه ډېره شوې چې ور سره د غوړیو څو تولیدي کارخونې هم جوړې شوې دي. د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې پر ۱۰۰ هکټاره ځمکه بېلابېل غوړ لرونکي بوټي کرل شوي چې شاوخوا نیمايي یې په بلخ کې دي. د بلخ د کرنې اداره وايي، د دغه ولایت بزګران به سږ کال نژدې ۱۰۰ زره ټنه د کونځلو، زغرو، مالوچو او سویابینو دانې لاسته راوړي.
https://avapress.com/vdciuuarqt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته