کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د غوړيو توليد

23 جدی 1398 ساعت 13:47

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې په وروستیو دریوو کلونو کې د غوړ لرونکو بوټو کرنه ډېره شوې چې ور سره د غوړیو څو تولیدي کارخونې هم جوړې شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال د افغانستان په نهو شمالي ولایتونو کې پر ۱۰۰ هکټاره ځمکه بېلابېل غوړ لرونکي بوټي کرل شوي چې شاوخوا نیمايي یې په بلخ کې دي.

د بلخ د کرنې اداره وايي، د دغه ولایت بزګران به سږ کال نژدې ۱۰۰ زره ټنه د کونځلو، زغرو، مالوچو او سویابینو دانې لاسته راوړي.



د مطلب کود: 200506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200506/افغانستان-کې-د-غوړيو-توليد

آوا
  https://www.avapress.com