کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت د کندهار هرات پر لویه لار یو شمېر غیر ضروري پوستې ليري کړي

23 جدی 1398 ساعت 15:45


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین خوشحال سادات د هرات ـ هلمند لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو یو شمېر غیر ضروري «چېک پاینټونه» لیري کړل.
نوموړي تر هغه وروسته هلمند ولایت ته سفر وکړ چې د هرات ـ هلمند پر لویې لارې د تلونکو بار وړونکو موټرو چلوونکو دغه لار د پولیسو د ناوړه چلند له امله د څو ورځو لپاره د اعتراض په ډول تړلې وه.
موټر چلوونکي وايي، چې پر دغه لار یو شمېر پولیس له دوی څخه غیر قانوني پیسې اخلي.
د کورنیو چارو وزارت اعلامیه وايي:”د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پر لویو لارو موظفو منسوبینو ته هم د ښې امنیت ساتنې توصیه او د موټر چلوونکو له ځورونې د ډډې سپارښتنې کړې او ویلي دي، چې د ملي پولیسو هر هغه منسوب چې د وظیفوي غفلت پر مهال ولیدل شي؛ د قانون له جدي چلند سره به مخ شي.”


د مطلب کود: 200513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200513/کورنیو-چارو-وزارت-د-کندهار-هرات-پر-لویه-لار-یو-شمېر-غیر-ضروري-پوستې-ليري-کړي

آوا
  https://www.avapress.com