کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوبراین: ټرمپ به سږ کال خامخا طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي

23 جدی 1398 ساعت 15:45


د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په لومړي ځل د افغانستان په اړه نظر ورکړی او ویلي یې دي ولسمشر ټرمپ به سږ کال خامخا له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، خو که ونه رسېده بیا به هم په افغانستان کې خپل ځواکونه راکم کړي.
اوبراین له اکسیوس نیوز پورټل سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان ځواکونه خورا پیاوړتیا ښکاره کوي چې له کبله یې ښکاري امریکا به ژر له دغه هېواد څخه د یو شمېر سرتېرو د ایستلو پریکړه وکړي او خپل پوځي رول به په افغانستان کې راکم کړي.
ښاغلي اوبراین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ به له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي؟ ویلي چې دا کار په همدې روان کال کې ترسره کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ کېږي زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره دېره دی تر څو د سولې د مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې د دغې وسله والې ډلې د اوربند او یا د تاوتریخوالي راکمولو هوکړه ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 200514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200514/اوبراین-ټرمپ-سږ-کال-خامخا-طالبانو-سره-د-سولې-هوکړه-لاسلیک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com