کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

منظور پښتین:

پښتنو سره د پاکستان د حکومت چلند نه دی بدل شوی

23 جدی 1398 ساعت 15:46

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د دغه هېواد حکومت د پښتنو په وړاندې “له ظلمه ډک چلند” نه دی بدل کړی.


هغه دا خبره پرون د پښتون ژرغونې غورځنګ زرګونه غړیو او پلویانو ته په وینا کې وکړه.
د پښتون ژرغونې غورځنګ غړي او پلویان چې شمېر یې شل زره ښودل شوی پرون د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې راټول شوي و.
د دوی ترمنځ ګڼ داسې خلک و چې د کورنۍ غړي يې تري تم شوي.
د غونډې ګډونوالو امنیتي ادارې تورنې کړې چې د خلکو په ورکولو کې لاس لري او د پښتنو ځورونه نه بندوي.
ښاغلي پښتین وویل چې د غورځنګ راتلونکې غونډه به د بلوچستان په پښتنون مېشته سیمه کې کوي چېرته چې تېر کال د پي ټي ایم یو مخکښ غړی ارمان لوڼی دده په ادعا د پوځیانو له خوا ووژل شو.
د پاکستان حکومت په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پرونۍ غونډه کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې یې ویلي یې چې د پي ټی ایم زیاتې غوښتنې له هغې ډلې د تري تم شویو کسانو د موندلو په برخه کې یې کار کړی دی.
 


د مطلب کود: 200516

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200516/پښتنو-سره-د-پاکستان-حکومت-چلند-نه-دی-بدل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com