دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 200519
د سالنګ لویه لاره په پوره توګه د ترافیک پرمخ وتړل شو
  د سالنګونو ساتنې او مراقبت عمومی ریاست اعلان کړ چی د سالنګ لاره د سختو واورو او طوفان له امله د تیری شپی ۵:۳۰ بجو څخه تراوسه په پوره توګه د ترافیک پرمخ تړلی دی.

 
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: سخت واوره اوریدنه او طوفان په سالنګونو کې جریان لری او د وړاندوینې له مخې ترراتلونکې ۲۴ ساعتونو پوری به همدا وضعیت ادامه ولری او دا لاره د ترافیک پرمخ تړلی وی.
 
حکومتی مسئولین د اوسیدونکو او موټر چلوونکو څخه غوښتی دی ترڅو چی د لارو د خلاصیدو څخه پوره پوهه او اطمینان نه وی حاصل کړی سالنګونو په لور حرکت څخه ډډه وکړی.
 
د سرچینی په اساس تیره شپه د واوری ضخامت په شمالی سالنګ کې ۴۷ سانتی متر او جنوبی سالنګ کې ۸۸ سانتی مترو ته رسیدلی وو او احتمال لری د واوری ضخامت څو برابره شی.
 
https://avapress.com/vdccsxqio2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته