کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویه لاره په پوره توګه د ترافیک پرمخ وتړل شو

23 جدی 1398 ساعت 12:15

 
د سالنګونو ساتنې او مراقبت عمومی ریاست اعلان کړ چی د سالنګ لاره د سختو واورو او طوفان له امله د تیری شپی ۵:۳۰ بجو څخه تراوسه په پوره توګه د ترافیک پرمخ تړلی دی.



 
 
آوا خبرګزاری-کابل: سخت واوره اوریدنه او طوفان په سالنګونو کې جریان لری او د وړاندوینې له مخې ترراتلونکې ۲۴ ساعتونو پوری به همدا وضعیت ادامه ولری او دا لاره د ترافیک پرمخ تړلی وی.
 
حکومتی مسئولین د اوسیدونکو او موټر چلوونکو څخه غوښتی دی ترڅو چی د لارو د خلاصیدو څخه پوره پوهه او اطمینان نه وی حاصل کړی سالنګونو په لور حرکت څخه ډډه وکړی.
 
د سرچینی په اساس تیره شپه د واوری ضخامت په شمالی سالنګ کې ۴۷ سانتی متر او جنوبی سالنګ کې ۸۸ سانتی مترو ته رسیدلی وو او احتمال لری د واوری ضخامت څو برابره شی.
 


د مطلب کود: 200519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200519/د-سالنګ-لویه-لاره-په-پوره-توګه-ترافیک-پرمخ-وتړل-شو

آوا
  https://www.avapress.com