دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 200538
کورنیو چارو وزارت کې بهرنۍ مداخلې باید صفر ته ورسول شي ـ غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کورنیو چارو وزارت کې بهرنۍ مداخلې باید صفر ته ورسول شي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۳مه» په کابل کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو ملي اکاډمۍ د یوولسمې دورې فارغینو ته وینا کې وویل، چې پولیسو ورڅخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د قانون د پلې کېدو په برخه کې د پولیسو پوره ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ، چې هېڅ څوک پولیس نشي ګواښلی.
ولسمشر غني وویل:"زموږ په قانون کې غیر مسؤل وسله وال شتون نه لري،غله او قاچاقبر پولیس نشي ګواښلی."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې وینا کې نوو فارغه شوو پولیسو ته ډاډ ورکړ، چې د قانون د پلې کېدو په برخه کې یې بشپړه ملاتړ کوي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې د پولیسو چاپېریال باید له هر ډول فساد او تبعیض څخه پاک وي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې پولیس باید د جګړې پر ځای امنیت ته را وګرځي او پر هغوی باندې پر تحمیل شوي دندې باید غور وشي.
په افغانستان کې د روانې جګړې پېټی د ملي اردو ترڅنګ د پولیسو پر اوږو هم پروت دی.
د اعدام صلاحیت یوازې محکمه لري
افغان ولسمشر همدارنګه نوو فارغه شوو پولیسو ته په ټینګار سره وویل، چې هېڅ امنیتي مسؤل د افغانانو د وژلو حق نه لري.
هغه وویل، پولیس باید په تدبیر سره ګام واخلي، تر څو د وژلو مسؤل نشي.
نوموړي زیاته کړه:"زموږ خلک نه غواړي چې پولیس د وژنو مسئول وي، حتا یو غل هم باید ونه وژني، د اعدام صلاحیت یوازې محکمه لري."
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ملي امنیت ځانګړو ځاکونو د عملیاتو پرمهال د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د امیر ستار غوربندي په ګډون پنځه تنه افغانان ووژل شول.
ولسمشر غني پولیس د ټولنې رښتینې بچیان یاد کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې دندې ته تر ستنېدو وروسته خپل صداقت ثابت کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsz0xjyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته