دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 200547
د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څرګندوي، چې په افغانستان کې د وروستیو اورښتونو په ترڅ کې په درېیو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او نېږدې ۲۰ نور ټپیان دي.

دغو کسانو په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، روانو اورښتونو د یو شمېر ولایتونو لارې هم بندې کړې او دغه مرګ ژوبله تر ډېره د کورونو د چتونو د نړېدو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وایي، نهه کسان په کندهار، درې کسان په هلمند او اته کسان بیا په هرات ولایت کې د اورښتونو له کبله وژل شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت څرګندوي، چې دغه وزارت د بندو لارو پرانیستلو او له زیانمنو شوو کورنیو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتوالی لري.
https://avapress.com/vdcdoz0x5yt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته