افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کندهار: سید حفیظ الله سیدی د کندهار زراعت او مالداری اداره رئیس
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی تیر کال کې کشمش محصولات په دی ولایت کې د بېلابیلو دلایلو له امله کم وو خو جاری کال د اقلیمی شرایطو مساعد کېدو په دلیل ۲۵ زره ټنو ته رسیږی.
ښاغلی سیدی وایی چی د سږ کال ۲۸۰ زره ټنو انګورو حاصلاتو څخه، ۳۵ زره ټنه یی کمشمش باندی بدل شوی دی.
ښاغلی سیدی همدارنګه وویل چی کشمش ډیر د دامان، ژری، پنجوایی، معروف، شاولی کوت، دند او ارغستان ولسوالیو کې تولید کیږی.
په همدی حال کې بشیر احمد احمدی د هرات ولایت زراعتی چارو آمر
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی په دی ولایت کې هم کشمش حاصلات نږدی ۸ سلنه ډیر شوی دی.
ښآغلی احمدی وویل چی کشمش حاصلات کلنۍ په ډیره پیمانه ایران، پاکستان او نورو ګاونډی هیوادونو ته صادریږی.