دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 200615
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ له سیلاب ځپلو کوچيانو سره مرسته وسوه
د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د کلیو پراختیا او بیارغوني رياست د رئيس محمد نسيم ايوبي په ملتيا ارغنداب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادي ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو له باران ځپلو کوچيانو سره، چي خېمې يې د طوفاني بادونو او اورښتونو له کبله له منځه تللي وې مرسته وکړه ياد کوچيان د ارغنداب ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وه، چي لومړی د بارانونو څخه د خونديتوب په موخه په سلطان محمود غزنوي ښوونځي کي ځاي پر ځاي سوي او وروسته د ولايتي ادارې په هڅو د کليو پراختيا او بيارغوني رياست لخوا مرسته ورته ترتيب سوې وه.
د زیانمنو سویو ۶۰ کورنیو غړو شمېر تقریباً ۳۶۰ تنه وو او په مرستو کي يې کمپلان، ظروف او نور اړين توکي شامل وه، چي د ولایتي ادارې له لوري ورسره مرسته وسوه.
د مرستي د توزیع پرمهال د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ولايتي ادارې په استازيتوب د عاجلو پېښو د مخنيوي په موخه د هر ډول چمتووالي ډاډ وړاندي او وويل، چي د کندهار ښاروالۍ ترڅنګ ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه هم د سېلابونو له امله د زيانونه مخنيوی کوي.
ښاغلي منيب له کندهاري اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چي د عاجلو پېښو پرمهال د ښاروالۍ د ګرځنده ټيمونو ترڅنګ د ولايت مقام له ۲۱۰ شمېرې سره هم اړيکه ونيسي، ترڅو له سېلابونو څخه خوندي وساتل سي.
 
https://avapress.com/vdcjvye8iuqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته