دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 200628
د سالنګ لویه لاره د ترافیک پرمخ خلاص شو
د سالنګ لویی لاری دوه خطونه د مسافربری وسایطو پرمخ خلاص شو او ورځ کې به ټول وسایطو ته تریلری نه بغیر د حرکت اجازه به ورکړل شی.

 
د ترانسپورت وزارت اعلان په اساس، په شمالی سالنګ کې هوا پاک او لمریز دی، طوفان په جنوبی سالنګ کې نن سهار ۳ بجی قطع او نن هوا په جنوبی سالنګ کې نیمه وریځ ده.
 
شمالی سالنګ کې واوره پاکولو عملیات د تیری ورځی راهیسی جریان لری او د طوفان په قطع کېدو سره په جنوبی سالنګ کې هم واوره پاکولو عملیات شروع او دوه خطونه په دی لاره کې وصل او لاره د مسافربری وسایطو پرمخ خلاصه شوه او ورځ کې به ټولو وسایطو ته بغیر تریلری نه حرکت اجازه به ورکړل شی.
 
د ترانسپورت وزارت په خبرپاڼه کې د موټر چلوونکو څخه غوښتل شوی ترڅو د لاری څخه تیریدو په وخت کې لاندی نکات مراعت کړی او زیان لیدونکې سیمو کې ونه دریږی.
 
۱: سرعت، وزن او مجاز ارتفاع.
۲: تخنیکی لحاظه وسایط باید مجهز وی.
۳: ژمی تجهیزاتو شتون.
۴: مقرراتو، موظفینو لارښود رعایت او تیز تللو څخه ډډه کول په تونل کې.
د مشکل په وخت کې د (0707240007) شمیری سره د مشکل حلولو لپاره په تماس کی شی.
 
https://avapress.com/vdcdxz0xjyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته