دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 200633
د ملي امنیت سلاکار رایزانا ناسته کې ډ ګډون په موخه هند ته ولاړی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د رایزانا ۲۰۲۰ ناسته کې د ګډون په موخه، د هند پلازمېني نوي ډهلي ته ولاړی.
دغه ناسته هر کال ، د نړیوالې ټولنې د بیلا بیلو سکټورونو (سیاست، سوداګړي ، رسنۍ او مدني ټولنې ) مشرانو په ګډون ترسره کېږي.
په دغه ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بیلابیلو بخشونو فعالین ګډون کوي.
په رایزانا ناسته کې به د نړیوالو پالیسیو، څو اړخیزو خبرې او څو سکتوریزو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.
ټاکل سوې د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصادي خودکفایۍ په اړه وینا وکړي او د ناستې په څنډو کي به د ایران، اوزبیکستان او استونیا له بهرنیو چارو وزیرانو او یو تعداد نورو هیوادونو او نهادونو له مقاماتو سره دوه اړخیز ملاقاتونه ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtye8tuqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته