د ولسمشر دویم مرستیال د برېتانیا له سفیرې الیسون بلېک سره د خبرو پر مهال ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. سرور دانش ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ روان کشمکش پر سوله مستقیم اغېز لري.