دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 200646
د پوهنې وزارت 74 سلنه مالي ورکړې د بریښنایي سیسټمونو لخوا ترسره کېږي
پوهنې وزارت خپلو ټولو کارکوونکو او ښوونکو ته مالي ورکړې د بریښنایي سیسټمونو له لارې تر سره کوي
د دې پروګرام موخه په مالي ورکړو کې د روڼتیا رامنځ ته کول، د غیرقانوني اخیستنو مخنیوۍ، ښوونکو او کارکوونکو ته د فکري اسانتیا چمتو کول او د کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو د ورکړو پروخت پلي کیدل دې.
دا مهال د پوهنې وزارت ۷۴ سلنه مالي ورکړې د (۱۹۵۲۷۵ تنو ښوونکو او کارکوونکو) معاشونه د بريښنایې سیسټمونو او د موبایل مني د پروګرام له لاری ترسره کيږې .
له دې ډلې څخه د پوهنې وازرت د ۶۶ سلنه (۱۵۸۳۳۱ تنو ښوونکو او کارکوونکو) معاشونه د بانکی سیستمونو او د پوهني وزارت د ۸ سلنه (۲۱۱۱۰ ښوونکو او مامورینو) معاشونه دهيواد د ۴۴ ولسواليو په کچه د موبایل منی (د معاشونو ورکړه د مبایل له لاري) له لاري ترسره کېږې.
خو د لغمان، پکتیا، پنجشیر، نورستان، زابل، خوست، تخار، بلخ، لوګر، پروان، بدخشان، فراه، بغلان، هلمند، دایکندي، ننګرهار، پکتیا او کنړ ولایتونو او ۱۸۳ ولسوالیو کې د تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله معاشونه په سنتي سیستم د معتمدینو له لوري ورکول کیږي.
پوهنې وزارت هوډ لري ترڅو د مالي ورکړو د روڼتیا د رامنځته کولو له لارې او همدارنګه د ښوونکو لپاره د اوسیدو ځاي په جوړولو سره د ښوونکو لپاره د فکری آسانتیا زمینه برابره کرې.
https://avapress.com/vdcdoz0x9yt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته