دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 200647
هیواد کې بارانونو او واورې تر دې دمه ۲۴ تنه مړه کړي
 دهېواد په د بېلابېلو سیمو کې وروستیو ورښتونو او بارانونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د وروستیو ورښتونو او بارانونو له امله په بیلابیلو سیمو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه شوي دي.
طبعي پيښوته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د ترلاسه شویو راپورونو پر اساس،چې دوی سره شته په خبره یې ۲۴ تنه مړه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي زیاته کړه، په ټول هېواد کې تر ۴۰ تنه نور ژوبل شوي او شاوخوا ۱۲۱ کورونه قسما او ۱۰ کورونه په پورت توکه وران شوي دي.
د نوموړي په خبره، دا مرګ ژوبله او ورانۍ د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په هغو ۷ ولایتونو کې ، چې ډيرې واورې او بارانونه په کې شوي رامنځته شوې ده.
کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي، چې وروستیو کې پکې سخت بارانونه ورېدلي دي.
دغه راز غزني، هرات، ارزګان، زابل، غور، دایکندي او ځینې نورو ولایتونو کې بیا د بارانونو ترڅنګ درنه واوره هم وریدلې او زیانونه یې اړولي دي.
یاد وزارت وايي، ډیره مرګ ژوبله عامو خلکو ته د کورنو د چتونو د پریوتو له امله اوښتې.
عظیمي وایي، د دوی د بیړنیو حالاتو کمېټه د قربانیانو او زیانمنو سره د نغدي او طبي مرستو په ویش بوخته ده او له یو شمیر سره یې مرستې ترسره کړي هم دي.
هغه وویل، د سالنګ د لویې لارې په شمول د هېواد زیاتې لویې او وړې لارې واورو او طوفانونو تړلي دي.
په دې لارو کې د خناق، شيبر، حاجي ګک او بامیانو د یکاولنګ کوتلونه هم تړلي وو خو، د عظیمي په خبره د یوشمیر نورو ادارو سره یې په مرسته پرانیستې دي.
اوس هم د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې واوره او په یو شمیرو نورو کې بارانونه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcee78wfjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته