کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شکایتونو ته رسېدنه پر خپل وخت پای ته رسي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جدی 1398 ساعت 15:09

د شکایتونو کمېسیون وايي، ټولو ټاکنیزو شکایتونو ته پر خپل ټاکل شوي وخت رسېدنه کیږي او پایله یې خلکو او ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکوي.



د شکایتونو کمېسیون نن ( یکشنبه مرغومې ۱۵ ) د خبري ناستې پر مهال خلکو او ټاکنیزو ټيمونه ته ډاډ ورکړ، چې د نوماندانو لخوا ټولو ثبت شویو شکایتونو ته پر خپل ټاکل شوي وخت رسېدنه کوي.
شکایتونو کمېسیون وويل، چې د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ټيمو ډير شمېر شکایتونه معتبر ګڼل شوي، او شکایتونو کمېسیون ورته د قانون په ړڼا کې رسیدنه کوي.
شکایتونو کمېسیون همداراز ویلي چې ښايي یو شمېر د رایو محلونه بیا شمېرنې ته لاړ شي، او تر هغه وروسته خپله پرېکړه وکړي.
د شکایتونو کمېسیون تر دې وړاندې د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه ثبت شوي شکایتونو جدي بللي و، او یادونه یې کړې وه چې د کار لومړیتوب به د همدغو جنجالي رایو څېړلو ته ورکوي.
د شکایتونو کمېسیون په وینا دا مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره په اړیکه کې دي او یو د بل پر مرسته پر مخ ځي.
د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې تر درې میاشتيني ځنډ وروسته د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري په داسې حال کې اعلان شوې چې یو شمېر ډېرو نوماندانو ته د منلو وړ نه وې.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اساس اشرف غني تر ټولو مخکښ نوماند اعلان شو او تر هغه وروسته عبدالله عبدالله دویم مخکښ نوماند اعلان شو، چې نوموړي بیا اعلان شوې پایلې ونه منلې.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته کابو ۱۷ زره شکایتونه د ټاکنیزو ټيمونو لخوا ثبت شول، چې یوه لویه برخه یې د عبدالله عبدالله مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم  له لوري ثبت شوي چې شمېر یې ۸ زرو ته رسي
 


د مطلب کود: 200648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200648/شکایتونو-ته-رسېدنه-پر-خپل-وخت-پای-رسي

آوا
  https://www.avapress.com