کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان کې هم بارانونو او واورې ۲۷ کسان وژلي

24 جدی 1398 ساعت 15:17

د پاکستان په کشمیر او بلوچستان کې هم سختې واورې وریدلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
چارواکي وايي د کشمیر او بلوچستان په وروستیو واور او بارانونو کې د سړې هوا او کورونو د پریوتو له امله تر ۲۷ کسه وژل شوي دي.
بلوچستان کې د طبعي پيښو اداره وایي، ۱۵ تنه یواځې د چتونو د غورځیدو له امله مړه شوي دي.



دا اداره وایي په یو شمیر سیمو کې د درنې واورې له امله موټرې ایسار پاتي او سلګونه خلک له ستونزو او آن د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
نوموړې اداره زیاتوی تیره ورځ یې د کلا سیف الله په مهترزي سیمه کې یې په واور کې ایسار عام خلک ژغورلي او د نورو د ژغورلو هڅې روانې دي.
دغه راز بیا د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې ویلي، چې اوسمهال په یادو سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۱۳ ده، چې له امله یې پر سړکونو تګ راتګ نشي کیدلای.
بل لورته د پاکستان په واک کې کشمیر د طبعي پيښو اداره وایي، په تیرو ۲  ورځو کې د واورې ښویېدنې او چتونو غورځیدو له امله ۱۲ تنه مړه او ۱۲ نور ټپيان دي.
دې ادارې ویلي،چې په نیلم ولسوالۍ کې تر ۲۲ کورونه او څلور هټۍ وران شوي دي.
دا ادارې وایي اوس هم په یوشمیر سیمو کې واوره او په یوشمیر نورو کې بیا بارانونه وریږي او ښايي د مرګ ژوبلې شمیره هم لوړه شي.
تر دې دمه په پاکستان کې د واورو اوبارانونو له امله له زیانمنو سره د خوارکي او یا غیر خوراکي توکو د مرستې په اړه څه نه دي ویل شوي.
 


د مطلب کود: 200650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/200650/پاکستان-کې-هم-بارانونو-او-واورې-۲۷-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com